
ایکنانیوز د پوځ د اطلاعاتي وېبپاڼې په حواله راپور راکوي، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د عمومي قومندان، امیر سرلښکر امیر حاتمي په لارښوونه، زر سټراټیژیکې بېپیلوټه الوتکې د پوځ د څلورو ځواکونو جنګي تشکیلاتو ته وسپارل شوې.
دا بېپیلوټه الوتکې د نويو ګواښونو او د ۱۲ ورځنۍ جګړې د تجربو پر بنسټ، د پوځ د متخصصانو له خوا او د دفاع وزارت په ملګرتیا سره ، د ویجاړوونکو، یرغلیز، کشفي او الیکټرانیکي جګړې په بېلابېلو ډولونو کې پلان او تولید شوې دي، څو په سمندر، هوا او ځمکه کې ثابت او متحرک ټارګټونه په نښه کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومي قومندان، امیر سرلښکر حاتمي، د ځمکني او سمندري بنسټ لرونکو بېپیلوټه الوتکو د الحاق له امر وروسته وویل: د راتلونکو ګواښونو په تناسب، د چټکو عملیاتو او د هر ډول تېري او یرغلګر پر وړاندې د سخت او ګوزارکوونکي ځواب لپاره، د سټراټیژیکو برلاسیو ساتنه او لوړول تل د پوځ د کاري لومړیتوبونو برخه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4331033